د کابل ښاروالۍ له لوري د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد له سړک څخه تر صنعتي پارکونو او پر دوام یې د کابل- پروان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د خنډونو پاکولو چارې روانې دي څو د اساسي طبقو جوړولو ته زمینه برابره شي.
ټاکل شوې ده دا سړک چې د ۳۵۴۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي یوه کانال، پلیو لارو ، ګلدانونو، په سړک دکرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون به د ۱۵ میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.
د دې نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کابل ښار د ختیځ او شمال ختیځ سړکونو د ترافیکي بهیر د وېشلو سربېره به د سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.
د کابل- جلال آباد او کابل- پروان سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د خنډونو پاکولو چارې روانې دي


