الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودانیز صنعت، آبادۍ او بیارغونې درېیم تخصصي نندارتون او کنفرانس ترسره شو


د افغانستان د ودانیز صنعت، آبادۍ او بیارغونې درېیم تخصصي، ملي او نړیوال نندارتون او کنفرانس د نوښتونو د معرفي کولو، پانګونې د جذب او د هېواد د ودانیز او بیارغونې سکتور په برخه کې د مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت، د کابل ښاروالۍ، د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ټولنې، دولتي او خصوصي ادارو په همکارۍ، د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې ترسره شو.
د دې نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د بېلابېلو ادارو مسئولینو او د کورنیو او بهرنیو بنسټونو یو شمېر استازو ګډون کړی ؤ او له بېلابېلو غرفو څخه یې لیدنه وکړه.
د دې نندارتون د جوړېدو موخه، د ودانیز صنعت په برخه کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته بازارموندنه، د بنسټیزو او ټولګټو پروژو د ظرفیت او کیفیت لوړول، د پانګونې راجلبول، د ملي تولیداتو کارولو ته د ښاریانو هڅول، د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د علمي او مسلکي ظرفیتونو پېژندنه او په پایله کې د هېواد د آبادۍ او اقتصاد وده بلل شوې ده.
په دې نندارتون کې د بېلابېلو صنعتي سکتورونو محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې شوي، چې پکې د کابل ښاروالۍ د ډبرو فابریکې تولیدات، ودانیز او کانیز توکي، دیني او عصري کتابونه، هنري آثار، انځورګري، رسامي، خطاطي او نور کورني تولیدات شامل دي.
همدارنګه د دې پنځه ورځني نندارتون په لړ کې، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د کابل ښار د نویو رغنیزو پروژو ۳۰ غوره انځورونه هم نندارې ته وړاندې شوي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې وروستي پرمختګونه انځوروي.
یو شمېر لیدونکو د کابل ښاروالۍ له لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې، د سړکونو، پلونو، پارکونو او د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو، د ښار د پاکوالي او زرغونتیا، د کورنیو تولیداتو کارولو او نورو ښاري خدمتونو په برخه کې فعالیتونه په څرګند ډول د پام وړ ګرځېدلي دي.
هغوی زیاته کړه چې، اوس تر بل هر وخت د کابل ښار معیاري ودې او پراختیا ته زمینه برابره شوې ده او د لویو بنسټیزو پروژو پلي کېدو هېوادوال د ښار د هوسا او ښکلي راتلونکي په اړه هیله من کړي دي. دوی ټینګار وکړ چې، ټولې ادارې او ښاریان باید د ښاري برنامو او پلانونو د پلي کېدو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته او ملاتړ یې وکړي.