الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له جوی‌ شیر څخه تر پل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پروژه بیا ځلي پیل شوه


له جوی‌شیر څخه تر پل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې، چې د هوا د سړښت له امله د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې وې، بیا ځلي پیل شوې.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، د ۸۶۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ مترو په سور ډیزاین شوې ده، د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي یوه کانال، د ۹۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او پر سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
دغه راز کابل ښاروالۍ د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په موخه، پلان لري چې د آسمایي سړک د ده افغانانو د زېر زمینۍ (له فرهنګ څلورلارې) څخه تر شاه دو شمشېره درې‌لارې پورې، چې ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، هم پراخ کړي.
د دغو سړکونو جوړول او پراختیا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو تر څنګ، د ښار په مرکزي سیمو کې د اقتصادي ودې لپاره هم زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې، د ورکړل شویو معلوماتو له مخې،دغه پروژه تر اوسه شاوخوا ۴۰ سلنه پر مخ تللې ده.