الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي


د کابل– لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، څو دا مهم ترانزيټي سړک په ټاکلي وخت او غوره کیفیت جوړ شي.
د دې سړک ۴ کيلومتره برخه د ژمي له پيل وړاندې په درې ليکو کې قیر شوې او اوس مهال یې د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې لري.
د کابل– لوګر سړک لومړی برخه له نجات څلي څخه د چرخ‌آب تر سيمې پورې،۷ کيلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د مستان کانال، پلچکونو، پلیولارو او د سړک غاړې ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او پر سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل–لوګر سړک د کابل ښار په سویلي زون کې له مهمو زيربنايي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا د ښاري زيربناوو په ښه‌والي کې د پام وړ بدلون رامنځته او بله خوا به د سيمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
دغه راز ټاکل شوې ده چې، په راتلونکي کال کې د دې سړک د دويمې برخې د جوړولو چارې هم له چرخ‌آب سيمې څخه تر سنگ‌نوشتې پورې د کابل ښاروالۍ له خوا پيل شي.