د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالۍ ( بت خاک) څلورلارې سویل خوا ته تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړنۍ چارې روانې دي څو د سړک د اساسي طبقو جوړولو ته زمینه برابره شي.
یاد سړک چې په ټولیزه توګه، ۵۶۳۴ متره اوږدوالی لري، ۴۹۸۳ متره برخه یې ۳۰ متره او پاتې ۶۵۱ متره یې ۴۵ متره سور لري.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول شامل دي چې، د ۱۴ میاشتو په موده کې به په اساسي توګه بشپړه شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا په کابل ښار کې ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوې پراختیا ومومي او له بلې خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالۍ څلورلارې سویل خوا ته سړک پورې د نوي سړک لومړنۍ چارې روانې دي


