د درېیمې ناحیې اړوند د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تم ځای او پر دوام یې د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، په منظمه توګه روانې دي.
دغه سړک چې، د ١٩١٠مترو په اوږدوالي، ۴۰ او ۲۰ متره سور سره، د پلیو لارو، لښتیو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی ده، تد نږدې لسو میاشتو په موده کې به په اساسي توګه جوړ شي.
د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان د ډیزاین له مخې، یاد سړک د ترانسپورتي زېربناوو د ښه والي او د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پراخېدو په حال کې دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو د سړکونو ترافیکي بهیر به ووېشل شي.
د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي


