
د څلورمې ناحیې اړوند د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د ۶۱۲ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د سړک جوړولو او پراختیا چارې په منظمه توګه روانې دي.
د کابل ښاروالۍ اړوند دغه پروژه د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې د ترافیکي او ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په موخه پلې کېږي.
په دې پروژه کې د لښتيو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د یاد سړک په جوړېدو سره به د تایمني او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي، ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


