الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه تر چهارقلعه چهاردهي پورې د سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې روانې دي


د شپږمې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه سیمې پورې د نښلوونکي سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي او ټاکل شوې ده په ټاکلي وخت ( تر راتلونکو ۵ میاشتو) پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا سړک د ۱۹۰۲ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او له بلې خوا به د علاءالدین، کارته سه او د چهاردهي د چهار قلعه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.