
د څلورمې ناحیې اړوند د برهکي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د ۶۵۴ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړک د بره کي څلورلارې د بدیلې لارې په توګه طرحه شوی دی چې، په جوړېدو سره به یې په یاده څلورلارې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
په دې پروژه کې د ۲۶۴۹ متر مکعب استنادي دېوالونو ، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ، په ښار کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره، ښاریانو ته د تګراتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.
پاتې دې نه وي چې، اوس مهال د یاد سړک بنسټیزې چارې تر لاس لاندې دي او د راتلونکي کال په پسرلي کې به یې قیر چارې ترسره شي.
د برهکي او کلوله پشتې سیمو تر منځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي


