الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبر خان مېنې او شیرپور د فرعي سړکونو د جوړولو چارې ۴۸ سلنه کاري پرمختګ لري


د کابل ښاروالۍ له خوا د لسمې ناحیې اړوند په وزیر محمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د لومړي، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم سړک د تیږو فرشولو چارې ۴۸ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړکونه چې، په ټولیزه توګه ۵۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د جوړېدو په حال کې دي. د تیږو په کارولو سره د سړکونو جوړول، د لوړ مقاومت او دوامداره پایښت سربېره، د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم مهم او اغیزمن رول لوبوي.
د دې پروژې په چوکاټ کې د ۱۰۶۰۰ مترو په اوږدوالي د پلیو لارو جوړول هم شامل دي او تر دې مهاله یې څه باندې ۶ کیلو متره برخه جوړه شوې ده.
د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز یاده پروژه د ترافیکي بهیر د تنظیم او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري.