الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هزاره بغل نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي


د یولسمې او اوولسمې ناحیو اړوند د هزاره‌بغل د نښلوونکې نوي سړک د جوړولو لومړني چارې، د ۳۱۵ له سیمې څخه د منشي میر غلام تر سیمې پورې او په دوام یې د کابل–پروان تر سړک پورې، د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.
دغه سړک چې، په دوو برخو کې ډیزاین شوی، په ټولیزه توګه ۶۶۸۴ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې دلښتیو.، پلیولارو، د سړک په اوږدو کې استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي او ټاکل شوې ده په راتلونکو ۲۰ میاشتو کې په اساسي او معیاري ډول بشپړه شي.
دغه سړک چې د خیرخانې کوتل سړک بدیله لاره ګڼل کېږي، د کابل د شمال زون په ځانګړې توګه د کوتل سړک د ګڼه ګوڼې د کمښت او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لري.