
له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پروژه ښه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې، دغه پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي.
دغه سړک چې ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي یوه کانال، د ۹۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او نورو جزئیاتو په ګډون ډيزاین شوی دی.
کابل ښاروالۍ د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه ژمنتیا لري چې، ډېر ژر د یو شمېر نویو سړکونو د جوړولو چارې هم پیل کړي.
همدا راز له زیر زمینۍ ( فرهنګ څلورلارې ) څخه تر شاه دو شمشېره درې لارې پورې د آسمايي سړک پراختیا هم د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی. دغه سړک ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې، د کار د پیل په اړه به یې اقدام وشي.
د ګنه ګوڼه لرونکو سیمو د سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ښار د مرکزي برخو اقتصادي ودې ته به زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې پروژو په پلي کېدو کې د ښاریانو مرسته اړینه ده.
له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک جوړولو پروژه ښه کاري پرمختګ لري


