
د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا پروژه د پام وړ کاري پرمختګ لري او اوس مهال یې د پلیو لارو، ګلدانونو او نورو جزئیاتو د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
دا سړک چې، له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې ۳۱۷۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د ژمي تر را رسېدو وړاندې یې د لومړۍ برخې قیر چارې بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکې کې به یې دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او په کابل ښار کې به ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي.
د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا پروژه د پام وړ کاري پرمختګ لري


