الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرغون کمربند اړوند په قلعه مسلم تپه کې د میوه لرونکو او زینتي نیالګيو د کېنولو چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د هوا له ښه کېدو سره همهاله د شپږمې ناحیې اړوند د قلعه مسلم تپې په زرغون کمربند کې د زرګونو میوه لرونکو او زینتي نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د زرغونو سیمو ارزښت بیان کړ او ویې ویل چې، دا اداره پلان لري څو د سالم ښاري ژوند، ذهني آرامتیا او د پاکې هوا رامنځته کولو په موخه، د کابل ښار په کچه زرغونو سیمو ته پراختیا ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې، د قلعه مسلم تپې د زرغون کمربند د پراختیا په موخه به زرګونه نور بېلابېل نیالګي هم کېنول شي.
د نوموړي په وینا؛ د کابل ښار په کچه د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، یوه لوی کمپاین ته چمتوالی نیول شوی او له ښاریانو یې وغوښتل چې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او په دوامداره توګه یې ساتنه وکړي.
ورته مهال د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر ژمنه وکړه چې، د کېنول شویو نیالګیو دوامداره ساتنه به کوي څو په نږدې وخت کې د یادې ناحیې زرغونتیا او سمسورتیا لا پراخه شي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د پلان له مخې؛ د پارکونو او زرغونو سیمو سربېره به د کابل ښار د غرونو او غونډیو په لمنو کې زرګونه میوه لرونکي او بې میوې نیالګي کېنول شي.