
د کابل ښاروالۍ له خوا د شپږمې ناحیې اړوند له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا لوموړنۍ چارې چې کیدنې، خاورې لېږدول او د اضافي توکو لېږدول پکې شامل دي روانې دي.
دا سړک د ۱۹۳۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی چې د یوه کال په موده کې به جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کارته سه سیمې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمښت ومومي.
همدا راز دا پروژه د اقتصادي ودې او په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلېدو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک د پراختیا لومړنۍ چارې روانې دي


