الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار ،ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د کابل ښار په بره کې څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دا مهمه او ستراتیژیکه پروژه د کابل ښار د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام وویل: د دې پروژې لومړۍ برخه د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ متره سور او د ۵.۵ مترو په ژوروالي سره تر ځمکې لاندې سړک جوړول دي چې، چارې یې د پام وړ کاري پرمختګ لري.
همدا راز د دې زېربنايي پروژې دویمه برخه چې، د هوايي پله جوړول دي، د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۶ متره لوړوالی لري چې، د ۲۴۷ استحکامي ستنو ( پایلونو) په وسیله به ودرول شي او چارې یې د تخنیکي تدابیرو په نظر کې نیولو سره روانې دي.
د نوموړي په وینا؛ په بره کي څلورلارې کې له نړیوالو معیارونو سره سم یو هوايي پُل او ترځمکې لاندې سړک ډیزاین شوي دي چې، په جوړېدو سره به یې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او د کابل ښار ښکلا او تلپاتې ودې ته به زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ د ترافیکي بهیر د وېش او مدیریت په برخه کې د کابل ښار د ترافیکو ریاست له همکارۍ مننه کوي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د دې پروژې د تطبیق پر مهال هڅه وکړي څو د یادې څلورلارې په اوږدو کې له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي او له بدیلو لارو څخه ګټه پورته کړي.