د درېیمې ناحیې اړوند د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تم ځای او پر دوام یې د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۹ میاشتو پورې بشپړې شي.
دا سړک ۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۴۰ او ۲۰ متره سور لري چې، د پلیو لارو، لښتیو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان د ډیزاین له مخې، یاد سړک د ترانسپورتي زېربناوو د ښه والي او د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پراخېدو په حال کې دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو د سړکونو ترافیکي بهیر به ووېشل شي.
د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک بنسټيزې چارې روانې دي


