
د پنځمې ناحیې اړوند د قطریانو ښارګوټي سویل لوري ته د پنځمې ناحیې له درې لارې څخه د سیلو تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې پیل شوې.
د دې سړک لومړۍ طبقه قیر چارې د ۴۷۲ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور د ژمي تر را رسېدو وړاندې ترسره شوې او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې یې دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي. همدا راز د یاد سړک پلې لارې دواړو خواوو ته ۳ متره سور لري.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو کاري پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي.
د پنځمې ناحیې له درې لارې د سیلو تر سړک پورې د سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې پیل شوې


