
د ښار په مرکزي برخو کې د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په موخه له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې په منظمه توګه روانې دي او هڅه کېږي چې دا پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي.
دغه سړک ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، چې د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي یوه کانال، د ۹۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او نورو جزئیاتو په ګډون ډيزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


