
د اتمې ناحیې اړوند د ستانکزي له څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک بنسټیزې چارې د ټولو فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره دوام لري
دا سړک چې په ټولیزه توګه ۲۵۳۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، د یو کیلو متر په اوږدوالي یوې لیکې قیر چارې یې ترسره شوې دي او د پاتې برخو بنسټیزې چارې یې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، زرغونو سیمو، د بایسکل چلولو لیکو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل- لوګر سړک د کابل- جلال آباد له سړک سره ونښلول شي او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک بنسټیزي چارې روانې دي


