الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په پارکونو او زرغونو سیمو کې د نیالیګو کېنولو چارې روانې دي


د کابل ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه د خیرخانې کوتل په اوږدو کې آزادۍ پارک او وزیرمحمد اکبرخان پارک کې د ناجو، مورپان او سرو د زرګونو نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې.
د زرغونتیا ریاست د مرستیال مولوي محمد شاه همت په وینا؛ دا نیالګي د پلان له مخې مخکې چمتو او روزل شوي دي چې، په معیاري توګه به کېنول شي او په دوامداره توګه به ترې ساتنه وشي.
نوموړي هیله وښوده چې، ښاریان به د ښار په کچه د نیالګیو او ونو د کېنولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له زرغون اغوستونکو سره همکار و اوسي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست ژمنتیا لري چې، د ښار په پارکونو، زرغونو سیمو او ګلدانونو کې زرګونه میوه لرونکي او بې میوې نیالګي او زنیتي بوټي کېنوي.
ورته مهال د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني په آزادۍ پارک کې د نیالګیو له کېنولو خوښي وښوده او د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.