
په کابل ښار کې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د زرغونتیا ریاست له خوا د زرغون کمربند اړوند د شهدای صالحین د غرونو په لمنو کې د سنځلې، روسي ولو، ابریشم، ناجو او مورپان ۳۵۰۰ نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې.
د زرغونتیا ریاست فني مرستیال مولوي محمدشاه همت د ښاري چاپېریال د ساتنې په برخه کې د ونو او زرغونو سیمو د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، د نیالګیو کېنول د ښار د زرغونتیا او ښکلا په برخه کې ګټور ګام دی. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د نیالګیو او ونو د کېنولو، ساتنې او خړبولو په برخه کې همکار و اوسي او په دې برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.
د نوموړي په وینا؛ د دغو نیالګیو له کېنولو څخه موخه، د ښاري ښکلا او زرغونتیا رامنځته کېدل او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پیاوړتیا ده.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست پلان لري چې، د ادارو او بنسټونو په مرسته د کابل ښار د غرونو او غونډیو په لمنو کې میوه لرونکي او بې میوې نیالګي او زینتي بوټي کېنوي او په دوامداره توګه یې ساتنه وکړي.
د زرغون کمربند اړوند د ( شهدای صالحین) په سیمه کې د ۳۵۰۰ نیالیګو د کېنولو چارې پیل شوې


