
د څلورمې ناحیې اړوند د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د ۶۱۲ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د سړک جوړولو او پراختیا چارې په منظمه توګه روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۴ میاشتو پورې بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرنیستل شي.
په دې پروژه کې د لښتيو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د یاد سړک په جوړېدو سره به د تایمني او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي، ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


