د لسمې ناحیې اړوند په وزیر محمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د لومړي، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم سړک د تیږو فرشولو چارې ۵۵ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې او یاد سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړکونه چې، په ټولیزه توګه ۵۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د جوړېدو په حال کې دي.
د تیږو په کارولو سره د سړکونو جوړول، د لوړ مقاومت او دوامداره پایښت سربېره، د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم مهم او اغیزمن رول لوبوي.
د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز یاده پروژه د ترافیکي بهیر د تنظیم او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري.
د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې د فرعي سړکونو د تیږو فرشولو چارې روانې دي


