
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د قرغې بند په زرغون کمربند کې د بادام، ارغوان، لمنځ، ناجو او سرو ۱۵۰۰ نیالګي کېنول شول.
د زرغونتیا ریاست فني مرستیال مولوي محمد شاه همت په دې اړه وویل: د قرغې بند زرغون کمربند ۲۸۵ هکټاره ځمکه را نغاړي چې، تر دې وړاندې پکې څه باندې ۲۱۳۳۵۰ نیالګي کېنول شوي او په دوامداره توګه یې پالنه او ساتنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې، اوس په یاده سیمه کې ۱۵۰۰ نور نیالګي کېنول شول او د پلان له مخې به ګڼ شمېر نور زینتي بوټي او نیالګي هم په دې سیمه کې کېنول شي.
ښاغلي همت ټینګار وکړ چې، له دغو نیالګيو څخه به په دوامداره توګه ساتنه وشي څو د قرغې بند زرغون کمربند په یو مناسب تفریحي ځای بدل شي.
کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د ښار په دننه کې د پارکونو او زرغونو سیمو د پراختیا سربېره، د کابل ښار د غرونو او غونډیو په لمنو کې میوه لرونکي او بې میوې نیالګي او زینتي بوټي کېنوي او په دوامداره توګه یې ساتنه وکړي، څو د ښار بڼه بدله او یوه هوسا او آرامه فضا رامنځته شي.
د قرغې بند په زرغون کمربند کې بېلابېل ډوله نیالګي کېنول شول


