
د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند له کارته نو ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په ښه توګه روانې دي.
دا مهمه زېربنایي پروژه د قیر کولو پړاو ته رسېدلې ده چې، ډېر ژر به قیر چارو ته چمتو شي.
دغه سړک د ۳۰۷۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره، د ښاري معیارونو په پام کې نیولو سره د پلیو لارو، لښتیو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کارته نو سړک د کابل- جلال آباد له سړک سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ورسره جوخت به په کابل ښار کې ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د داسې مهمو ښاري پروژو په پلي کولو سره یو معیاري، منظم او د ښاریانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی ښار رامنځته کړي.
د کارته نو - قلعه زمان خان د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


