الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې چې، د اساسي طبقو، استنادي دېوالونو او لښتیو جوړول پکې شامل دي په منظمه توګه روانې دي.
یاد سړک له سرای شمالي سیمې څخه ښي خوا ته، ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري.
د کابل ښاروالۍ د مسئولنو په وینا؛ د ژمي له را رسېدو وړاندې د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو په سور سره د یاد سړک د یوې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي.
دا سړک چې د کابل د شمال له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، د تګ راتګ لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د جوړولو چارې یې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې شي.