
په کابل ښار کې د ترانسپورتي او ترافیکي زېربناوو د پراختیا په موخه د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې چې، د سړې هوا له امله ځنډېلې وې بیا پیل شوې.
مخکې د یاد سړک د ۴۸۰۰ متر برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي او همدا راز د ۳ کیلو متره نورې برخې د اساسي طبقو د جوړولو چارې هم بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
د کابل- جلال آباد سړک لومړۍ برخه د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د دې سړک اقتصادي ارزښت او د ګڼه ګوڼې شتون ته په کتو یې چارې د ټولو امکاناتو په کارولو سره هر څه ژر بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې، ډېر ژر به له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شي.
د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې له ځنډ وروسته بیا پیل شوې


