
د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د دویمې برخې لومړنۍ چارې پیل شوې. دا پروژه د ۲۷۰۶ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د ۲۵۹ میلیونه ۴۳۱ زره ۶۱۰ افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه پلې کېږي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک یو مهم نښلوونکی سړک دی چې، په جوړېدو سره به یې د کابل په ختیځ زون کې د ترانزیت په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ورسره جوخت به ورڅېرمې سیمې اقتصادي وده وکړي. د دې سړک چارې به د ۱۴ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شي.
د نوموړي په وینا؛ اوس مهال د دې سړک د کیندنو، خاورې لېږدولو او د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې دي څو د سړک د اساسي طبقو جوړولو ته زمینه برابره شي.
دا سړک په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
ورته مهال د ۳۳۰۰ مترو په اوږدالي او د ۶۰ مترو په سور سره د دې سړک د لومړۍ برخې چارې هم روانې دي. د دې دوو سړکونو په جوړېدو سره به په کابل ښار کې ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د دویمې برخې لومړنۍ چارې پیل شوې


