
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د ښاري ښکلا او زرغونتیا د رامنځته کېدو په موخه د کمپنۍ سړک په ګلدان او د دهبوري په پارک کې د زرګونو میوه لرونکو او بې میوې نیالګيو د کېنولو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د زرغونو سیمو د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې. د کمپنۍ سړک په ګلدان کې ۵۰۰ د ناجو او ۱۰۰ د مورپان نیالګي او همدا راز ۱۰ زره زینتي بوټي کېنول کېږي. په همدې توګه د دهبوري په پارک کې به ۳۷۱ د مورپان، ۴ زره دېوار بېډ، ۶۰ شنګ او ۵۰ د ناجو نیالګي آو ۱۵۰۰ ګلان او زنیتي بوټي کېنول شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې ترڅنګ به په ګلدان او پارک کې چمن هم وکرل شي.
ورته مهال د درېیمې ناحیې رئیس مفتي اخترمحمد عثماني له ښاریانو وغوښتل چې، د نیالګيو کېنول فرصت له لاسه ورنه کړي او لږ تر لږه یو یو نیالګی کېنوي. نوموړي وویل چې، د درېیمې ناحیې د اوسېدونکو په مرسته به د دې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د زرغونو سیمو د پراختیا په اړه اقدام وکړي.
د کمپني سړک په ګلدان او دهبوري پارک کې د نیالګيو کېنولو چارې پیل شوې


