
د کابل ښاروالۍ له خوا د منشي میر غلام له سیمې څخه د کابل– پروان تر سړک پورې د ۴۰۴۹ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور د هزاره بغل نوي نښلوونکي سړک د دویمې برخې د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي.
دغه سړک چې په دوه برخو کې طرحه شوی، لومړی برخه یې له ۳۱۵ سیمې څخه تر منشي میر غلام ښارګوټي پورې ۲۶۳۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او څه موده وړاندې یې د جوړولو چارې پیل شوې. همدا راز په ټولیزه توګه د دې سړک دواړه برخې ۶۶۸۴ متره اوږدوالی لري.
په دې پروژه کې د لښتيو، پلیو لارو، د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي چې، چارې به یې تر راتلونکو ۱۹ میاشتو پورې په اساسي او معیاري توګه بشپړې شي.
د دې سړک جوړول چې، د خیرخانې کوتل بدیل سړک ګڼل کېږي د کابل ښار په شمالي زون کې ځانګړی اهمیت لري او ورسره جوخت به د خیرخانې کوتل په سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د شاوخوا سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د هزاره بغل سړک د دویمې برخې د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي


