الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د منشي میرغلام سیمې په زرغون کمربند کې د ۳۷۲۰ نیالګیو د کېنولو برنامه پیل شوه


د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د اوولسمې ناحیې اړوند د منشي میرغلام سیمې په زرغون کمربند کې د ناجو، ارغوان، لمنځ او سرو ۳۷۲۰ نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې.
د زرغونتیا ریاست مرستیال مولوي محمدشاه همت وویل چې، د منشي میرغلام ښارګوټي زرغون کمربند ۱۴۰ هکټاره ځمکه رانغاړي او د زرغونتیا لپاره یې منظم پلانونه تر لاس لاندې دي چې، یو پر بل پسې به پلي شي.
نوموړي زیاته کړه چې، مخکې د ښار په دې مهمه سیمه کې ۳۵۵۰۰ میوه لرونکي او بې میوې نیالګي او زینتي بوټي د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا کېنول شوي دي، چې د قناعت وړ وده یې کړې ده.
کابل ښاوالۍ ژمنتیا لري چې د سالم ښاري ژوند د رامنځته کېدو په موخه، د ښار سربېره د غرونو او غونډیو په لمنو کې هم نیالګي کېنوي څو ښاریانو ته د سوکاله او آرام ژوند زمینه برابره شي.