
د کابل ښاروالۍ له خوا او د استملاکي ملکیتونو د مالکانو په مرسته، د لسمې ناحیې اړوند له بي بي مهرو سیمې (د عزیزي پلازا له مخې) څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډنونو پاکولو چارې روانې دي.
ټاکل شوې ده دغه سړک د ۳۸۴۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ متره سور د ۲۰ کاري میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.
د دې سړک په اوږدو کې ۸۱۳ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا په کابل ښار کې ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوې پراختیا ومومي او له بلې خوا به د سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
له بي بي مهرو سیمې څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د نوي سړک د خنډونو پاکولو چارې روانې دي


