الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۵ کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین رسمآً پیل شو


د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین د وزیرمحمد اکبرخان په تپه کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستانی، د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت معین مولوي شراف الدین، د سرې میاشتې سلاکار مولوي حفیظ الله، د امارتي ادارو یو شمېر نورو مسئولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی ؤ.
په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د تېرو کلونو په څېر د کابل ښار د غرونو او غونډیو په لمنو او زرغون کمربند په سیمه کې بیلابیل ډوله نیالګي او زینتي بوټي کېنوي. نوموړي زیاته کړه، زرغونتیا د ژوند اساسي اړتیا ده او له کابل ښاریانو یې وغوښتل چې د ونو او زرغونو سیمو په ساتنه او خړوبولو کې له زرغون اغوستونکو سره مرسته وکړي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل خبرې وکړې او ویې ویل: د ۱۴۰۵ کال د نیالګیو کېنولو پسرلني کمپاین په ترڅ کې به د کابل ښار په کچه شاوخوا یو میلیون نیالګي، زینتي بوټي او فصلي ګلان کېنول شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه نیالګي د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا ریاست اړوند قوریو کې په ښه توګه روزل شوي دي او په دوامداره توګه به یې ساتنه وشي.
دغه راز په دې برنامه کې یو شمېر نورو ګډونوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ وروستی کړنې وستایلې او ویې ویل چې، اوس تر بل هر وخت د کابل ښار آبادۍ، ښکلا او زرغونتیا ته زمینه برابره شوې ده.
په پای کې د افغانستان د سوکالۍ، آبادۍ او پرمختګ په هیله، د غونډې د یو شمېر ګډون والو له خوا په وزیرمحمد اکبرخان تپه کې یو شمېر نیالګي کېنول شول.