الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر آباد په پارک او د سلطان محمود غزنوي سړک په ګلدان کې ۱۲۰۰ ډول ډول نیالګي کېنول شول


په ښار کې د زرغونو سیمو د پراختیا او ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د څلورمې ناحیې اړوند د سلطان محمود غزنوي سړک په ګلدان او وزیرآباد پارک کې ۱۲۰۰ اصله د ناجو، لمنز، شمشاد او سرو نیالګي کېنول.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست فني مرستیال مولوي محمدشاه همت په دې تړاو وویل: دغه نیالګي په معیاري ډول کېنول شوي دي او په دوامداره توګه به ترې ساتنه کېږي.
نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، په خپلو ملکیتونو او د کورونو مخې ته د نیالګیو د کېنولو فرصت له لاسه ور نه کړي، څو کابل ښار په یوه زرغون او ښکلي ښار بدل شي.