
په کابل ښار کې د ترانسپورتي او ترافيکي زېربناوو د ښه والي په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د لومړۍ ناحیې اړوند له نجات څلي څخه تر ابن سينا روغتون پورې د ۲۶۴ ميليونه او ۹۸۱ زره او ۱۲۰ افغانيو په لګښت د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختيا لومړنۍ چارې پيل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظيم رئيس انجينر ميرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: دغه سړک د ترافيکي ګڼهګوڼې د کمښت او د ترانسپورتي زېربناوو د پراختيا په موخه، د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو رياست له خوا د ۲۳۵۰ مترو په اوږدوالي او د ۴۵ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی.
ټاکل شوې ده یاد سړک د تخنيکي معيارونو په پام کې نیولو سره، د ۱۰ مياشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظيم رياست تر څارنې لاندې په اساسي توګه جوړ شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پليو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د دې پروژې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک په اوږدو کې ۲۸۱ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقوق ورکړل شي.
د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې


