الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پډولې - سنګ نوشتې سړک په سختو برخو کې د کیندنو او هوارولو چارې روانې دي


د اوومې او شلمې ناحیې اړوند د خوشحال خان د دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې د پډولې- سنګ نوشتې سړک د غره د لمنو او سختو برخو د کیندلو او هوارولو چارې روانې دي، دا کار په دې موخه ترسره کېږي څو د سړک د اساسي طبقو جوړولو ته زمینه برابره شي.
د ډیزاین له مخې؛ د دې سړک لومړۍ برخه د خوشحال خان دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې، ۴۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او له یادې سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي چې، چارې به یې په ۱۴۰۵ کال کې په اساسي توګه بشپړې شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د چهلستون سړک له کابل- لوګر سړک سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. همدا راز دا پروژه د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې هم مهم رول لري.