الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالۍ څلورلارې تر سویل پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالۍ ( بت خاک) څلورلارې سویل خوا ته تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
یاد سړک چې په ټولیزه توګه، ۵۶۳۴ متره اوږدوالی لري، ۴۹۸۳ متره برخه یې ۳۰ متره او پاتې ۶۵۱ متره یې ۴۵ متره سور لري.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي چې، د ۱۳ میاشتو په موده کې به په اساسي توګه بشپړه شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا په کابل ښار کې ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوې پراختیا ومومي او له بلې خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.