الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د (TLO) مؤسسې د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته


د ( TLO) مؤسسې د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه، د قلعه مسلم تپې د زرغون کمربند په سیمه کې د انارو، پستې او ناجو د ۱۱۰۰ نیالګيو په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته.د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د دې مؤسسې له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ وویل: یادې مؤسسې په تېرو کلونو کې هم له کابل ښاروالۍ سره د نیالګیو په چمتو کولو او کېنولو کې مرسته کړې ده.
د نوموړي په وینا؛ د کابل ښاروالۍ زرغونتیا ریاست هم د قلعه مسلم تپې د زرغون کمربند په پروژه کې زرګونه مېوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنولي دي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس یادونه وکړه چې، د کابل ښاروالۍ له خوا د کابل ښار د ودې، ښکلا او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د بېلابېل ډوله نیالګیو د کېنولو برنامه پیل شوې ده. ښاغلي متوکل له ښاریانو وغوښتل چې، د خپلو ملکیتونو مخې ته د نیالګیو په کېنولو او ساتنې سره خپل ملي او ښاري مسئولیت ادا کړي.
ورته مهال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع‌الحق خالد او د TLo موسسې رئیس عبدالرحیم خرم په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې، د کابل ښار د آبادۍ او سمسورتیا په برخه کې به خپلې مرستې نورې هم زیاتې کړي.