
د کابل ښاروالۍ له خوا د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي څو دغه مهمه پروژه په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړک له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره د یوه کانال، پلچکونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون په معیاري توګه ډیراین شوی دی.
د اړوند مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه په ۳ لیکو کې د دې سړک ۴ کیلو متره قیر شوې ده او د پاتې نورو برخو بنسټیزې چارې په منظمه توګه روانې دي.
د کابل- لوګر سړک د ښار په سویل زون کې د اقتصادي دهلیز په توګه پېژندل کېږي چې، په جوړېدو سره به یې ښاري زیربناوې پراختیا ومومي او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
ټاکل شوې ده په راتلونکي کال کې له چرخ آب سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا هم پیل شي.
د کابل– لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري


