
د ۱۴۰۵ کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین د لومړۍ ناحیې اړوند سیمو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د لومړۍ ناحیې مرستیال مولوي شمسالدین الهام، د علماوو شورا غړو، د ګذر وکیلانو او د دې ناحیې د یو شمېر ځوانانو له خوا د نیالګیو په کېنولو سره ترسره شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس د ښاري زرغونو سیمو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د لومړۍ ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا او ودې لپاره به زرګونه نیالګي کېنول شي.
نوموړي د لومړۍ ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د زرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې خپل ملي مسئولیت او دیني وجیبه ادا کړي او د ښار له زرغون اغوستونکو سره مرسته وکړي.
دغه راز په دې کمپاین کې ګډونوالو وویل چې، د لومړۍ ناحیې مسئولین او اوسېدونکي د دې ناحیې د بېلابېلو سیمو د زرغونتیا او ودې لپاره ژمن دي او هره هغه سیمه چې د زرغون کېدو وړتیا ولري، نیالګي به پکې کېنول شي. هغوی زیاته کړه چې، د نیالګیو په کېنولو او ساتنې سره به په راتلونکي پسرلي کې یو زرغون او ښکلی چاپېریال ولرو.
په لومړۍ ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین تر سره شو


