الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد او کابل- پروان سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارو دوام

د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد له سړک څخه تر صنعتي پارکونو او پر دوام یې د کابل- پروان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکي یوه کال پورې بشپړې شي.
دغه سړک چې د ۳۵۴۴ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو سور په دوو لیکو کې، د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي یوه کانال، پلیو لارو، لښتیوو څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی، د کابل د ختیځ او شمال ختیځ زون د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې مهم رول لري.
دغه راز یاد سړک به د اقتصادي وضعیت په ښه والي، د صنعتي فعالیتونو په وده او د اړوندو سیمو په پراختیا هم مثبت اغیز ولري.