الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بابر بڼ او چهلستون ماڼۍ کې د سلګونو نیالګیو د کینولو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست د ښار د تاریخي او تفریحي سیمو د زرغونتیا او ښکلا په موخه، د بابر بڼ او چهلستون ماڼۍ په انګړونو کې د سلګونو مېوه لرونکو او زینتي نیالګیو د کینولو چارې پیل کړې.
د کابل ښاروالۍ دکلتوري چارو رئیس قاري ولي‌ګل جواد په دې اړه وویل: دغه نیالګي به د دې دواړو تاریخي ځایونو په مناسبو برخو کې کېنول شي او په راتلونکې کې به یې د بابر بڼ او چهلستون ماڼۍ د مسؤلینو له خوا په منظم ډول ساتنه او پالنه کېږي.
ښاغلي جواد زیاته کړه چې، په دې دواړو تاریخي ځایونو کې د نیالګیو د کینولو برنامه، د زرغونتیا د ساتنې او پراختیا، د ښکلا د زیاتوالي او د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره د تفریحي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه عملي کېږي.
بابر بڼ او چهلستون ماڼۍ د کابل ښار له مهمو تاریخي او تفریحي ځایونو څخه شمېرل کېږي چې، هر کال ګڼ شمېر ښاریان او لیدونکي د تفریح او لیدنې لپاره ورڅخه ګټه اخلي.