الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قصبې سیمې اړوند زرغون کمربند کې د ۲۰۰۰ نیالګيو د کېنولو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د پنځلسمې ناحیې اړوند د قصبې سیمې په زرغون کمر بند کې د بېلابېلو نیالګيو (میوه‌لرونکو او بې‌میوې) نیالګیو د کینولو چارې پیل کړې.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست فني مرستیال مولوي محمدشاه «همت» په وینا، د کابل ښاروالۍ له خوا د یادې ناحیې د مسئولینو، د ګذر وکیلانو او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته د بادام، مورپان او ابریشم شاوخوا ۲۰۰۰ نیالګي د قصبې د زرغون کمربند په پروژه کې کینول کېږي. نوموړي زیاته کړه چې له دې سربېره، په دې پروژه کې د تېرو کلونو په بهیر کې شاوخوا ۴۰ زره بېلابېل نیالګي هم کېنول شوي دي.
د زرغونتیا ریاست فني مرستیال په دې برنامه کې د ګډونوالو له مرستې مننه وکړه او د کابل له ټولو اوسېدونکو یې وغوښتل چې، د نیالګیو په کینولو، ساتنې او خړوبولو کې فعاله ونډه واخلي تر څو کابل په یوه زرغون او پاک ښار بدل شي.
دغه راز د ګذر وکیلانو او نورو ګډون کوونکو ژمنه وکړه چې، د خپلو سیمو د نیالګیو او زرغونو سیمو ساتنې او پالنې ته به په جدي توګه پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د پنځلسمې ناحیې اړوند د زرغون کمربند پروژه د قصبې سیمې د غرونو په لمنه کې موقعیت لري او شاوخوا ۲۶۵ هکټاره ځمکه رانغاړي. په تېرو کلونو کې په دې پروژه کې، د نویو نیالګیو د کینولو ترڅنګ، د قوریو له لارې د نیالګیو د تکثیر زمینه هم برابره شوې ده.