الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل – جلال‌آباد سړک د لومړۍ برخې بنسټیزې چارې روانې دي


د کابل – جلال‌آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده شاوخوا ۳ کیلو متره برخه یې ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي. د دې سړک د شاوخوا ۴۸۰۰ متره برخې لومړۍ طبقه قیر چارې د ژمي تر را رسېدو وړاندې ترسره شوې دي.
یاد سړک چې د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د لښتیو، ګلدانونو، پلیو لارو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. کابل ښاروالۍ د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د ښار په اقتصادي وده کې د دې سړک د حیاتي اهمیت په درک کولو سره، خپل ټول کاري ظرفیتونه او امکانات په کار اچولي دي ترڅو دا پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي.
د یاد سړک دویمه برخه چې، له پکتیاکوټ څخه تر تنګي غارو پورې غځېږي، ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.