
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د پغمان ولسوال، ګذر وکیلانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په ګډون د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په تفریحي سیمه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو.
د پغمان ولسوال قاري علي محمد مجاهد د زرغونو سیمو د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سره په همغږۍ او د یادې سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په مرسته به زرغونې سیمې پراخه کړي. نوموړي زیاته کړه چې، د نیالګیو کېنول او ساتنه یو غوره دود دی چې، زموږ روښانه راتلونکې تضمینوي او ښاري ښکلا رامنځته کوي.
ورته مهال د څوارلسمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر سمیع الله فاتح وویل چې، د څوارلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو په مرسته به د پغمان د عمومي بڼ په سیمه کې ۵۰۰ د غوزانو (چهارمغز)، ولې (بېد)، ناجو او چنار نیالګي کېنوي او ژمنتیا لري چې، دا شمېر به په راتلونکې کې نور هم زیات کړي.
مسئولینو د نیالګیو کېنول د اسلام مبارک دین له ارشاداتو وبلل او له خلکو یې وغوښتل چې، د زرغونو سیمو او نیالګیو ساتنې ته پام وکړي. دوی وویل چې، د پغمان په یو شمېر نورو سیمو کې به هم زرګونه نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي.
دغه راز د څوارلسمې ناحیې مسئولینو ټینګار وکړ چې، د پغمان تفریحي سیمې د لا زیاتې ښکلا او د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې به له هېڅ راز هڅو څخه ډډه و نه کړي.
پغمان کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو


