الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

پنځمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شوه


د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د یو شمېر ښاریانو په ګډون د پنځمې ناحیې په کچه د نیالګیو کېنولو کمپاین د سلګونو نیالګیو په کېنولو سره ترسره شو.
په دې برنامه کې د ښاري خدمتونو مرستیال د زرغونو سیمو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: که چېرې هر ښاري یوازې یو نیالګی کېنوي او له هغه څخه دوامداره ساتنه وکړي؛ په نږدې راتلونکې کې به کابل په یوه ښایسته او زرغون ښار بدل شي. نوموړي زیاته کړه چې، د نیالګیو کېنول او ترې ساتنه یوه انساني کړنه ده او ښاریان کولا شي د دې کار په ترسره کولو سره د ښار په ښکلا او آبادۍ کې برخه واخلي.
د ښاري خدمتونو مرستیال د زرغونو سیمو په پراختیا کې د ښاریانو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې، د کابل ښاروالۍ مسئولین د خلکو په مرسته هڅه کوي څو د کابل ښار د زرغونتیا وضعیت نور هم ښه کړي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د ونو او نیالګیو او ساتنې په برخه کې ګڼ سیستمونه رامنځته کړي دي. د خړوبولو په موخه د قطره یي سیسټم او همدا راز د فاضلاب د تصفیه کولو سیسټم هغه لارې چارې دي چې، د زرغونو سیمو د خړوبولو لپاره به عملي شي.
ټاکل شوې ده د دې کمپاین په ترڅ کې د کابل ښار په کچه سلګونه زره نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي څو ورسره جوخت د کابل ښار ښکلا او سمسورتیا لا ډېره او پراخه شي.
د یادونې وړ ده چې، د پنځمې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د یو شمېر پانګوالو او سوداګرو له خوا د ۱۵۰۰ نیالګیو مرسته شوې ده.