الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وزیرمحمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د ۷ فرعي سړکونو د تیږو فرشولو چارې روانې دي


د لسمې ناحیې اړوند په وزیر محمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د ۷ فرعي سړکونو د تیږو فرشولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې هر څه ژر بشپړې او یاد سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړکونه چې، په ټولیزه توګه ۵۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، د لښتیو او پلیولارو په ګډون ډیزاین شوي دي. د تیږو په کارولو سره د سړکونو جوړول، د لوړ مقاومت او دوامداره پایښت سربېره، د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم مهم او اغیزمن رول لوبوي.
د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز یاده پروژه د ترافیکي بهیر د تنظیم او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لومړي، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم فرعي سړکونو جوړول شامل دي.