
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې بنسټیزې چارې روانې دي څو قیر کولو ته چمتو شي.
یاد سړک له سرای شمالي سیمې څخه ښي خوا ته، ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري.
د کابل ښاروالۍ د مسئولنو په وینا؛ د ژمي له را رسېدو وړاندې د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو په سور سره د یاد سړک د یوې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي.هڅه کېږي چې د یاد سړک پاتې برخې هم هر څه ژر قیرکولو ته چمتو شي.
دا سړک چې د کابل د شمال له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، د تګ راتګ لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د جوړولو چارې یې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې شي.
د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې بنسټیزې چارې روانې دي


