
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د صدارت څلورلارې او جوی شیر سړک ترمنځ د موټرو د تګ راتګ هوايي پله د جوړولو چارې روانې دي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر خوش محمد سیحون وویل: دا پُل چې، ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور، ۶.۸ متره لوړوالی او ۴۷۲ شیرواله لري، د شپږو استحکامي پایو(ستنو) په وسیله به وردول شي. همدا راز دغه پُل د ۳۳ مترو شعاع په درلودلو سره د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي دایروي رمپ هم لري چې، د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې به ګټور تمام شي.
د کابل ولایت مقام مخې هوايي پُل په څلورو لینونو کې ( دوه د تګ او دوه د راتګ) ډیزاین شوی دی چې، لوپ ته ورته رمپونه لري او د وسایطو د حرکت په تنظیمولو کې به مهم رول ولوبوي.
دا چې، سالنګ واټ د کابل ښار یوه مرکزي، سوداګریزه او ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه بلل کېږي، د دې اړتیا وه چې په دې ځای کې یو هوايي پُل جوړ شي، څو له یوې خوا د نوي ښار، ده افغانانو او ورڅېرمه سیمو په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي اوبله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


